افغانستان کې تر اوسه شپږ میلیون کسانو برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي دي. ولسمشر غني په همدې تړاو د معلوماتو او احصايې ادارې کارکوونکي ستایلي او د دغه بهير په چټکتيا يې ټينګار کړی دی.